ایکناینوز راپور راکوي،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکيان، د خبريال د ورځې د درناوي د مراسمو په څنډې کې چې بیګا د «تالار وحدت» په هال کې ترسره شول، د ایکنانیوز خبريال سره په مرکې کې او د دې پوښتنې په ځواب کې چې قرآني خبري آژانس تر کومه بريده د قرآني فرهنګ دودونکی کېدالی شي، وويل: که قرآني خبريالان له قرآني مفاهيمو سره نږدې اړيکه ولري، نو کولای شي د رسنيو په وسيله قرآن د خلکو د ورځني ژوند او اړیکو په ډګر کې شامل کړي او قرآن له هغه چورلیزه وباسي چې يوازې د منابرو او مذهبي مراسمو لپاره کارول کېږي.
هغه زياته کړه: زه د قرآن او نهجالبلاغې له معارفو سره ډېره آشنایي لرم، خو کاري بوختيا اجازه نه راکوي چې په هغه کچه چې اړينه ده د هغو قرآني برخو څارنه وکړم چې ټولنیز او فرهنګي خدمتونه وړاندې کوي، خو دا څارنه او پاملرنه د ديني رسنيو رسالت دی.
يادونه کېږي،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د زمري ۱۹ نېټه ماښام د رسنيو له کارکوونکو سره په يوه صميمي ناسته کې چې د کلتور او ارشاد اسلامي وزارت په همت په «تالار وحدت» کې جوړه شوې وه، وينا کړې او د قرآنی فعالانو ستاینه او قدرونه ئې کړې ده.
https: //iqna.ir/fa/news/4299265/